کابل/د لیندۍ ۱۲مه/ باختر
څلور وسله وال طالبان پرون په بلخ کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په هېواد کلي او د زارع ولسوالۍ په مرکزکې د پوځیانو په هوایي او ځمکنيو بریدونوکې ووژل شول .
رضایي زیاته کړه چې په بريدونوکې دوه نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
پاى/سعیده