څلور طالبان په غورکې ووژل شول

کابل /د غويي ٢٨مه /باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه د غور په تيورى ولسوالۍ کې ووژل شول اودوه تنه نور ټپيان شول.
د ظفر قول اردو يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دغور د تيورى ولسوالۍ د پاى حصار په سيمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
هغه وويل: په دې جګړه کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې ؛ پوځيانو د تيورى ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوو ماينونوپه کشفولو سره د دوو چاودنومخه ونيوله .
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول وويل چې دغه ماينونه وسله والوطالبانوښخ کړي و .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته