څلور طالبان په بغلان کې ووژل شول

پلخمري/دغویي۱۶/باختر
څلور وسله وال طالبان پرون مازیګر د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
د بغلان د نهرین ولسوالۍ امنیه قوماندان محمدعلي ابراهيمي د باختر آژانس خبریال ته وویل: امنیتي ځواکونه چې له برکې ولسوالۍ څخه د نهرین ولسوالۍ په لور روان و، د نهرین د زاړه ښار په ساحه کې د طالبانو له کمین سره مخ شول چې په پایله کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او نهه نور یې ټپیان شول .
د یوبل خبر له مخې، د دهنه غوري ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ، په یاسر مغروف ،قاري احسان الله د پلخمري ښار په چشمه شیر ساحه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او درې نور وسله وال طالبان ټپیان شول .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته