امنیت

څلور سرتېري په بغلان کې شهيدان شول

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
د پوليسو څلور سرتېري په سمنګانو- بغلان لويه لاره کې له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې شهيدان شول.
د ٢٠٣ پامير قول اردو د عامه نظم د درېيمي لوا قوماندان نبي الله شهريار باختر آژانس ته وويل: دغه جګړې پرون مازيګر د بغلان – سمنګانو لويې لارې په باغ شمال او چشمه شير سيمو کې پيل شوې او دغه لويه لاره د لنډې مودې لپاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
هغه وويل چې په نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جګړې په لومړۍ کرښه کې پوځيان وايي چې د همغږۍ نشتوالى او د کومکي ځواکونو کمښت د پوځيانو پر سنګرونو د وسله والو طالبانو د بريدونو اصلي دليلونه دي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته