امنیت

څلور ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
امنيتي ځواکونو پرون د هيواد په ځينو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٣٤ تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د فارياب، قندهار ، زابل ، خوست ، پکتيکا او د کاپيسا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې په بهيرکې يې ٣٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ١٢تنه ټپيان او ٢ تنه نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ددغو فعاليتونو په بهيرکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته