کابل/ د لړم ١٦مه/ باختر
په ننګرهارکې سیمه یيزمسوولين وایي چې د داعش ډلې څلور غړي د دغه لایت په اچين ولسوالۍ کې پرون هغه وخت ونیول شول چې ښځينه جامې يې په تن وې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې امنیتي منسوبینو دغه داعشیان د اچین ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونیول چې هلې ځلې کولې له ښځينه جامو او چادرۍ (بورکې) څخه په استفادې سره له ساحې څخه وتښتي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم د دغو داعشیانو نیول تایید کړل او ویې ویل چې دغه کسان غوښتل په ښځينه جامو سره له افغانستان څخه ووځي.
له دې مخکې هم څو ځلې پوځیانو تروريستان په ښځينه جاموکې نيولي دي.
ختم/ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ