امنیت

څلور تنو غير مسوولو وسله والو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
په بغلان ولايت کې نن ددوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ نښته کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دنهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد ناصر اسدي دباختراژانس خبريال ته وويل، دامام سبز په نامه يو غير مسوول  وسله وال قوماندان دنهرين ولسوالۍ  په مرکز کې  دقوماندان محمد  علي په سرګروپۍ دخپل سيال له افرادو سره مخامخ شو چې له امله يې دامام سبز  دقوماندان  يو همکار ټپي اودوه تنه افراد يې ووژل شول .
ده زياته کړه :په دې نښته کې  دقوماندان محمد علي يو غړى دقوماندان  امام سبز دافرادو له خوا ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته