امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر د  تلي دوه ويشتمه :
د داعش په ډلې پورې اړوند څلور تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې په هوايي بريدکې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه په برګ مټال ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې څلور تنه داعشيان ووژل شول .
د يو بل خبرله مخې:
امنيتي مامورينو نن سهار د نورستان ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه اووه ماينونه کشف اوشنډ کړل.
تراوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى، خو امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان او داعشيان د دغو ماينونو د ښخولومسوول بولي .
ختم _ ج  _+ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته