امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٦ :    
څلور تنه ډار اچوونکي تيره شپه په خوست ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه      کې ووژل شول .
په سپيرې ولسوالۍ کې په دغو تروريستانو کله چې په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت و ، ډزې وشوې.
ديوبل خبرله مخې : په  خوست کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو درې بمونه د خوست ښار ته په غځيدلو لارو کې کشف اوشنډکړي دي .
ويل کيږي چې د دغو بمي بريدونو په اړوند څوک نه دي  نيول شوي .
تراوسه پورې ددغو بمي بريدونو مسووليت  چا په غاړه نه دى اخيستى.
خوسيمه ييز مقامات طالبان ددغو پيښو عامل بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته