کابلباختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
څلورتنه ځانمرګي بريدګر پرون په جلال آباد ښارکې ونيول شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ چې يوه ډله پنځه کسيزه ځانمرګي يرغلګر چې دجلال آباد ښار دڅلورمې امنيتې حوزې په مربوطاتو کې په يوه مدرسه کې پټ شوي وو او دملي امنيت دمنسوبينو تر تعقيب لاندې وو ، د جګړې په بهيرکې يو ځانمرګي بريدګر په خپل بدن کې تړلي چاوديدونکي توکي وچاول او ووژل شو خو څلور تنه نور ځانمرګي بريد ونيول شول.
ده زياته کړه چې دغو ځانمرګوبريدګرو غوښتل دنيکمرغه لوى اختر په ورځ کې په دغه ولايت کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.
خوږياڼي وويل دغه کسان په داسې حال کې ونيول شول چې دوه ورځې مخکې
هم اووه تنه داعشيان له ځانمرګو واسکټونو سره دجلال اباد ښار له مربوطاتو څخه ونيول شول .
0 1 دقیقه لوستل