کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
څلور تنه وسله وال کسان پرون دپوليسو له خوا دغلا په تور په غزني ولايت کې ونيول شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ منسوبانو دغه کسان له يوه کلاشينکوف او يوې تومانچې سره دغزني ښار په مربوطاتو کې ونيول .
ده وويل چې په دغو کسانو په غزني ولايت کې دوسله والې غلا تور لګول شوى دى .
ختم_ ف _ اکرم