څلور تنه پا کستاني پو ځيان په شمالي وزيرستان کې ووژل شول.
پيښوردى دان باختر د ثور لومړي :
دپاکستاني پوځيانو دموټرو يوکاروان نن دشمالي وزيرستان په ميرعلي ښارګوټي کى دطالبانو دمليشو له کمين سره مخامخ شو چې له ا مله يې څلورتنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول
دباختر اژانس دخبر له مخې، يوه امنيتي ما مور د پا کستان ددان ورځپاڼې ته وويل چې د ميرعلي ښارګوټي د خواجه ښار سيمې ته څيرمه دپلټنې په پو سته کې دپوځيانو اومليشو ترمنځ متقا بلې ډزې وشوې.
پاکستاني پوځيانو دغه راز په کوهاټ سيمه کې عمليات تر سره کړل اودرې تنه يې ونيول
ددغوعملياتو په بهير کې له دغو مشکوکو کسانو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات ضبط شوي دي
په يوه بله پيښه کې دبم دشنډولو پرسونل نن يو بم چې لس کيلو ګرا مه يې وزن درلود دپيښور ښارته څيرمه کشف اوشنډ کړ.