امنیت

څلور تنه ياغيان په بلوچستان ايالت کې ووژل شول

کويټه ډي ډان  – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې نن دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې څه ناڅه څلورتنه ياغيان ووژل شول.
پوليسو  اوسرحدي ځواکونو  ددغه  ايالت په  خوز   ناحيه کې   ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
يوتن  دياغيانو  په پټنځاى کې نيول شوى دى.
امنيتي ځواکونوله ياغيانو څخه يوه زياته اندازه وسله  او مهمات ترلاسه کړي دي
نيول شوي کسان دتحقيقاتو لپاره نامعلوم ځاى ته  ليږدول شوي دي.
يوه مامور چي ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي ويې ويل چې دغو ياغيانو په يو لړ تښتونو کې لاس درلود.
دخوز ناحيه دبلوچستان ايالت يوه حساسه نا حيه ده چې په  هغې کې ياغيان په امنيتي ځواکونو اوپه  حکومتي تاسيساتو بريدونه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته