څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
کابل باخترد وري دمياشتې ٢٣ :
دملي اردو منسوبينودهيواد په ځينو ولايتونوکې په پرونيو عملياتو کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل ، يوولس تنه ټپيان او څلورتنه نوريې ونيول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات دهرات ، ننګرهار ، بلخ د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، يوولس تنه ټپيان او څلور تنه نوريې ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې :دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دوسله والومخالفينو له خوا دښخ کړاي شوي ماين دچاودنې له امله پرون دملي اردو يوتن منسوب ټپي شو.