امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

کندز – باختر د زمري دمیاشتې ۲۷ مه
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په کندز ولایت کی ووژل شول.  
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د ملي اردو د ځواکونو او د غوڅ ملاتړ د پوځیانو په عملیاتوکې د دغه ولایت دچار دری ولسوالۍ په ګلباغ اوعرب تپه کلیوکی ووژل شول.
په وژل شویوکسانوکی د طالبانو دوه تنه مشهور سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي.
ده زیاته کړه چی په دغو عملیاتوکې اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د هغوی درې سنګرونه، د مهماتو درې زیرمې، یو رنجر موټر او یو موټر سایکل هم ویجاړ او له منځه تللي دي او د دښمن ۳۴ ماینونه کشف او شنډ شول.
پای/ شکریه / خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته