امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په پکتيا کې ونيول شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
په پکتيا ولايت کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
په  پکتيا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان باختر آژانس ته وويل : 
دملي اردو ځواکونو تيره شپه  ددغه ولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو په ترڅ کې څلور تنه وسله وال طالبان ونيول .
يوه اړونده خبرځاى وويل :  ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو د ډلې يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي اردو دځواکونو لاسته وراغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته