امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه په ننګرهار ولايت کې دناتو دهوايي بريد په بهير کې  ووژل شول .
  په دغو جګړه مارانو دلعل پورې ولسوالۍ  بازار ته څيرمه  ددوى په پټنځي کې بريد وشو او ووژل شول .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو  يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته خبر ورکړ ،  چې په دې هوايي بريد کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل  چې يرغلګر دتروريستي بريد  په  پلان جوړولو بوخت و  چې بريد پرې وشو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته