امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري  ٢٤:
څلور تنه  وسله وال طالبان تيره شپه  دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي اودفاعي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول  باختر اژانس ته وويل  چې په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دقيصار ولسوالۍ  دبالابام ، بورغن ،او اق مس په کليو کې څلور تنه  وسله وال طالبان ووژل شول چې مړي يې دجګړې په ډګر کې پاتې و .
  ده وويل  چې په دغوبريدونوکې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
ديادونې وړ ده چې  دغه کلي دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي او ددښمن دوه پيکا ،  دوه کلاشينکوفونه  او  څلور موټرسايکلونه  هم  ترلاسه شوي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته