څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دفارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد نعيم اندرابي دباختر آژانس خبريال ته وويل :  وسله والو طالبانو دخواجه سبز پوش ولسوالۍ دلوى لارې په مربوطاتو کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: دجګړې په بهير کې يو پوليس شهيد او دسبز پوش ولسوالۍ دامنيه قوماندان سمونيار عزت الله سنګرخيل په ګډون دوه تنه پوليسان ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دټپيان روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته