کابل باختر دکب دولسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان تېره شپه د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې ووژل شول.
د٢٠٣تندر قول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان د مقر ولسوالۍ د الکو په کلى کې د ملي اردو د خاصو ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې: پوليسو د مقر ولسوالۍ د وينګر دکلي په يوه ډيپوکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د ترلاسه شويو مهماتو په اړوند څوک نه دى نيول شوى.