کابل باختر دکب دمياشتې ٣ :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې ديو لړعملياتو په ترڅ کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو د دننګرهار و قندهار ، پکتيکا ، فراه او دنيمروز ولايتونو
په مربوطاتو کې يو لړعمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال
طالبان ووژل شول ، يو تن ټپي او يو ويشت تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د پوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د وسايطو ضد شپږ ماينونه چې د وسله والو طالبانوله خوا دکونړ ولايت دنورګل ، خاص کونړ اود غازي آباد په ولسواليوکې ځاى پرځاى شوي وو ، کشف اوشنډ کړل .
1 1 دقیقه لوستل