څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
په قندهار ولايت کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې
ټپيان شول.
ويل کيږي چې دغه طالبان دپوليسو دځواکونو له خوا په عملياتو کې وژل شوي دي.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل: يوشمېر وسله والو طالبانو دقندهار ښار،د ملنګ کاريز په ساحه کې دپوليسو دځواکونو پر اکمالاتي کاروان دبريد نيت درلود چې دپوليسو له خوا متقابل ورباندې بريد وشو، څلور تنه يې ووژل شول  او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
فيصل وويل: په دې پيښه کې د دښمن يوکلاشينکوف ، دوه توغندي  ويشتوونکي او يوه پيکا هم دپوليسو دځواکونولاسته ورغلى ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته