امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
امنيتي ځواکونوپه  تيرو ٢٤ ساعتوکې  دچاڼيزو عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
امنيتي ځواکونو د پکتيا ،  ارزګان ،  زابل قندهار ،  بغلان ،  کاپيسا او دلغمان دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، پنځلس تنه  ټپيان او شپږ تنه نوريې ونيول شول ا و يوه اندازه مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته