کابل باختر د تلي لسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان دغور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې ووژل شول او دهغوى دجنګي وسايلو او يوه ډيپو هم ترلاسه شوه .
دغور ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باختراژانس ته وويل :
طالبانو تيره شپه په پسابند ولسوالۍ کې دپوليسو په څو پوستو بريدونه وکړل چې دپوليسو دځواکونو په متقابل ځواب سره ددښمن څلور تنه افراد ووژل شول او نور يې وتښټيدل .
دلاور وويل : دپوليسو ځواکونه دطالبانو په تعقيبولو لاس پوري کړ او دپسابند ولسوالۍ ددشتک او سرخ سراى سيمې بيرته پوليسو د ځواکونو لاسته ورغلي او ددښمن دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم ترلاسه شوه .
1 د یوې دقیقې څخه لږ