امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
څلور تنه وسله وال طالبان دملي اردودځواکونو دهغو جلاجلا عملياتو په بهير کې چې دلوګر او دميدان وردګو دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول ، ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات چې دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ او بادخواب شانه دسيمې او دميدان وردګو دولايت په مربوطاتو کې دسولې او ثبات د ټينګښت په مقصد ترسره شول، په بهير کې يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول. ددغو عملياتو په بهير کې دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دمخالفينو دمهماتو يوه ډيپو کشف اوله منځه وړل شوې ده او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل او درې موټر سايکلونه هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته