امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول

–  کابل باختر دکب دمياشتې  ٢١ :
څلور تنه وسله وال  طالبان دپوليسو دځواکونو له خوا په پکتياولايت  کې ونيول شول.
دپکتياولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اورياخيل  باخترآژانس خبريال   ته وويل: څلور تنه وسله وال طالبان  تيره شپه  دځاځي آريوب ولسوالۍ  په ششتي سيمه کې  له درې ساعته جګړې وروسته دپوليسوله خوا  ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې :  په دغو عملياتو کې ددوى جنګي وسايل هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته