کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣ :
دپوليسو خبرځايونه وايي: څلور تنه وسله وال طالبان چې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو نيت يې درلود؛ ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
څلور تنه وسله وال طالبان چې غوښتل يې په غزني ، پکتيا، کندز، ارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې تروريستي او ورانکارو فعاليتونو ترسره کړي؛ دافغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې له دريو کلاشينکوفونو ، دريو توغندي ويشتوونکو ، د وسايطو ضد شپږوماينونو، پنځه سوه کيلوګرامو امونيم نايتريت او د دوو موټرونو سره ونيول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ