امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان دهغو ديو سرګروپ په ګډون په کندز کې ووژل شول.

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
يوې ډلې  وسله والو طالبانو نن دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ ديوسفزو په کلي بريد وکړ .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني د باختراژانس خبريال ته وويل، يرغلګر طالبان  دامنيتي ځواکونو له کمين سره مخامخ شول چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې ديوسرګروپ  قاري عطاالله په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل، دوژل شويو کسانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي او ددښمن يوه اندازه وسله هم  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده .
  ويل کيږي  چې دجګړې په بهير کې  يوملکي وګړى ټپي شوى او ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته