سیاست

څلور تنه نوماند وزيران دخپلو پروګرامونو دبيانولوپه مقصد ولسي جرګې ته حاضر شول .

کابل باختر د سلواغې  لومړى :
څلور تنه نوماند وزيران دخپلو پروګرامونو دبيانولو په مقصد ولسي جرګې ته حاضر شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې دولسي جرګې دلومړي نايب صديق احمد عثماني په مشري جوړه شوې وه يوشمير وکيلانو دنوماند وزيرانو دپروګرامونو دوړاندې کولو دڅرنګوالي او د دوى دتحصيلي سندونو دڅرنګوالي په باب  خپل اعتراضونه څرګند کړل .
دغه راز دولسي جرګې  يوشمير غړو ددغه مجلس  دنړيوالو اړيکو دکميسيون له رييس  عبدالقادر ځاځي څخه وغوښتل په دې باب  خپله ادعا چې دجمهور رييس يوتن خپلوان د راډو ساعتونو او د ډالرو دويشلو په لټه کې دي ، بيان کړي او عبدالقادر ځاځي په دې باب دځان  دفاع وکړه .
دولسي جرګې غونډه له يولړ ستونزو سره پيل شوه او دمجلس رييس دکابل دخلکو داستازي رمضان بشر دوست دايستلو لارښوونه په دې دليل چې ګڼې دى نظم ګډوډوى  ، صادره کړه، خو ديوشمير  وکيلانو له اعتراض سره سره دملي دفاع  وزارت نوماند شيرمحمد کريمي وخت ترلاسه کړ چې خپل پروګرامونه بيان کړي .
دغه راز ټاکل شوې ده دپوهنې وزارت نوماند محمدګل زلمي يونسي دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت نوماندنصير احمد دراني او د حج او اوقافو وزارت نوماند فيض محمد عثماني هم خپل پروګرامونه بيان کړي .
ټاکل شوې ده ديکشنبې تر ورځې پورې نوماندان خپل کاري پروګرامونه دولسي جرګې غړو ته بيان کړي او ولسي جرګه به ديکشنبې په ورځ د پټو رايو دورکولو له لارې به دنوماند وزيرانو برخليک وټاکي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته