څلور تنه نور ترکي انجنيران هم ا زاد شول .
کابلباختر دثور٢٥
څلور تنه نور نيول شوي تر کي انجنيران هم ا زاد شول .
څلورتنه نور ترکي انجنيران چې پرون دطالبانو له خوا په لوګر ولايت کې ازاد شول، اوپه افغانستان کې د ترکيې سفارت ته وسپارل شول .
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر رئيس خان عبدالرحيم زي باختراژانس ته وويل، دغه کسان دلوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې له طالبانو څخه قو مي مشرانو ته وسپارل شول .
وسله والو طالبانو درې ورځې مخکې هم څلور تنه برمته شوي ترکي انجنيران ا زاد کړي و.
وسله والو طالبانو له هغه وروسته چې يو غير پوځي هليکوپتر د تخنيکي عوارضو له ا مله بيړنۍ ناستې ته اړشو اته تنه ترکي انجنيران ، دوه تنه ازبکستاني انجنيران او دوه تنه افغان انجنيران له ځان سره بو تلل .
دازرې ولسوالۍ دلو ګر ولايت له نا امنو سيمو څخه بلل کيږي .
دلوګر د ولايتي شورا رئيس وايي هغه پا تې کسان چې له طالبانو سره بنديان دي د کويټې شورا له وروستي حکم وروسته به دطالبانو له بند څخه ازاد شي