امنیت

څلور تنه ملي پوليس د طالبانوله خوا شهيدان شول

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
وسله والو طالبانو  پرون  په  لوګر  ولايت کې څلور تنه  ملي  پوليسان شهيدان کړل.
د لوګر ولايت ويندوى دين محمد درويش د باختر آژانس  خبريال  ته وويل:  د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ په خاصې قطعې پورې اړوند څلور تنه ملي پوليسان چې د رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو؛ په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وتښتول شول.
درويش زياته کړه: طالبانو د پوليسو افراد يې د دغې ولسوالۍ د شهرسنګ کلي ته بوتلل او هغوى يې هلته شهيدان کړل او رنجر موټر يې له ځانه سره يووړ.
ويل کيږي وسله والو طالبانو هغه وخت څلور تنه پوليسان وتښتول چې د خاصې قطعې په يونيفورم سمبال وو او پوليس يې تير ايستل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته