کابل باختر دليندي اتلسمه :
دپکتيا ولايت د استيناف محکمې څلور تنه د وسلو د پيرودنې او پلورنې په تور محاکمه کړل .
ددغو کسانو له جملې څخه دوه تنه يې د ملي امنيت کارکوونکي دي چې د پکتيا ولايت د استيناف محکمې له خوا په لس لس کاله تنفيذي بندمحکوم شول.
دپکتيا ولايت د استيناف محکمې رييس بريدجنرال ضيا الحق اماني باخترآژانس ته وويل چې له محاکمه شويوکسانوڅخه د دوى د نيول کيدو په وخت کې لس کلاشينکوفونه او تومانچې ترلاسه شوې دي او محکمې د تورنوکسانو او د اړونده څارنوال دڅرګندونو له اوريدو وروسته هريو په لس کاله بند محکوم کړ .
1 د یوې دقیقې څخه لږ