امنیت

څلور تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
په هرات ولايت کې دماين دچاودنې په يوه پيښه کې د طالبانو په ډلې پورې  اړونده  څلور  تنه ماين جوړونکي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل  :
د طالبانو په ډلې پورې اړونده لس تنه ماين ښخوونکي چې دهرات ولايت دشيڼدنډ ولسوالۍ د ده  هلکه دکلي په  يوه کور کې په  ماين جوړولو بوخت وو دماينونو دجوړولو په وخت کې يوماين وچاوديد چې له امله يې څلور تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ديادونې وړ ده  چې  دغو ماين ښخوونکو دخپل لاس د ماينونو په څو چاودنو  او
د واټ دماينونو دپرسونل ضد د  ماينونو او د وسايطو ضد ماينونو په  جوړولو  کې پوره  مهارت   درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته