څلور تنه ماين ښخوونکي دملي اردو دځواکونوله خوا دهلمنداو نيمروز په ولايتونوکې ونيول شول .
کابل باختر دتلي يو ويشتمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دوسايطو ضد ديوه ماين دځاى پرځاى کولو په وخت کې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردوځواکونو دخپلو امنيتي فعاليتونو په بهير کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان د هلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ په عمومي سړک کې د ماين ښخولو په وخت کې له دوو ماينونو سره ونيول .
دغه راز دملي اردو موظفينو يو ماين ښخوونکي طالب دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسايطو ضد ديوه ماين دښخولو په وخت کې له يوه کلاشينکوف سره ونيوه .