امنیت

څلور تنه ماشومان دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شول .

کابل باختر د لړم لسمه :

  دسرپل پوليسو پرون څلور تنه ماشومان په دغه ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل .

دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند علي اکبر  اندرابي  دباختراژانس خبريال ته وويل  دانسان قاچاق وړونکو څلور تنه ماشومان  دبلخاب ولسوالۍ   له مربوطاتو څخه  تښتولي  و خو امنيتي  ځواکونو پرون له غرمې مخکې دسرپل ولايت  په لاره کې  هغوى  وژغورل .

اندرابي  زياته کړه  انسان  تښتوونکي تښتيدلي دي او دهغوى دنيولو لپاره پلټنې دوام لري .

  ددغو ماشومانو کورنيو له  دولت څخه غوښتي دي چې ددغې پيښې  عاملين ونيسي اومجازات   کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته