کابلباختردليندۍ دمياشتې ٢٦:
دوسله والو طالبانوڅلور تنه سيمه ييز قوماندانان تيره شپه په فراه کې ونيول شول.
دفراه ولايت د ٢٠٧ ظفرقول اردو د دويمې پلې لوا ويندوى محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل : دغه څلور تنه سيمه ييز قوماندانان دخاک سفيد ولسوالۍ په ننګ آپاد سيمه کې دملي اردو دکوماندو ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې : په نيول شويو کسانو کې دطالبانو ديومشهور قوماندان ملاهاشم زوي او ورور هم شامل دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ