امنیت

څلور تنه د ډار اچوونکو فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل باختر دلړم دويمه :
څلور تنه په ډار اچوونکو ډلوکې دغړيتوب په تور په لغمان ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان پرون ناوخته د اليشنګ بازار ته څېرمه د ملي اردو او ملي پوليسو د ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
  د سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې پوځيانو د پلټنې  د پوستو په جوړولو سره بريالي شول چې دغه څلور تنه ونيسي .
له نيول شويو کسانو څخه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
  ختم- شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته