امنیت

څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند په کندزکې ونيول شول

کابل/د لیندۍ ۲ مه/ باختر
د کندز پوليسو پرون څلورتنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند په دغه ولايت کې ونيول.
د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالرشيد بشير باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت پوليسو دغه کسان چې غوښتل يې يوه اندازه هيرويين د مزارشريف هوايي ډګر له لارې بهر ته وليږدوي؛ د کندز د علي آباد ولسوالۍ په کيسه ټوپک امنيتي کمربندکې ونيول.
د يو بل خبر له مخې:
د کندز د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو او د عامې روغتيا رياست د روغتيايي برخې کارکوونکو د کندز ښار له مربوطاتو څخه په نشه يي توکو ٣٠ روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره د دغه ولايت د روږدو کسانو د درملنې ٨٠ بستريز روغتون ته يې ولېږدول.
ختم-  شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته