امنیت

څلور تنه ديني عالمان په لوګرکې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
څلور تنه ديني عالمان او د هغوى د سپرلۍ د موټر چلوونکى په لوګر ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي د باختر آژانس خبريال ته وويل: پنځه تنه تېره شپه په يو سراچه موټرکې سپاره وو چې د بابوسو په سيمه کې د دوى د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
د لوګر د ولايتي شورا د رييس دڅرګندونو له مخې: څلور تنه شهيدان د دغه ولايت مشهور ديني عالمان او يو تن بل يې د دوى د سپرلۍ موتر چلوونکى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته