کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
څلور تنه دوژنې په تور دښاري محکمې له خوا داوږدمهال بند په سزا محکوم شول.
دغه کسان دهرات د ښاري ابتداييه محکمې رياست دجزا د ديوان په علنى قضايي غونډه کې چې دقضاوتمند محمد شعيب ابراهيمى په مشرى جوړه شوې وه ،محاکمه او مجازات شول.
دهرات دښاري ابتداييه محکمې د رياست يو تن مسوول باختر آژانس ته وويل : دغه څلور تنه څه موده مخکې دکورنيو اختلافونو له امله خپل زوم دهغه له يو تن جرمي شريک سره دبابا حاجي په سيمه کې وژلې و.
دوه تنه تورن کسان د ابتداييه ښارى محکمې دجزا د ديوان په علني قضايي غونډه کې په شپاړلس شپاړلس کاله بند او دوه تنه نور هريو د لس لس کاله تنفيذي بند په سزا محکوم شول.