کابل باختر د کب نهه ويشتمه
دبغلان ولايت پوليسو تيره شپه څلور تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي مدير سمونوال نظام الدين باختر اژانس ته وويل دغوکسانو غوښتل دوه ديرش کيلوګرامه چرس او اتلس کيلوګرامه اپين چې په يوکرولا موټر کې يې ځاى پرځاى کړي وو داندراب له ولسوالۍ څخه دکندز ولايت ته وليږدوي دبغلان ولايت دخنجانو په ولسوالۍ دپوليسو له خوا ونيول شول .
دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري په بغلان ولايت کې شپږ ديرش کيلوګرامه هيروئين دوه سوه څلويښت کيلوګرامه اپين ، درې سوه اتيا کيلوګرامه چرس او درې سوه څلور نوي ليتره الکولي مشروبات له څلور سوه دوه شپيتو تومانچو سره دپوليسو لاس ته ورغلي دي او ددغو قضيو په اړوند له اوولسو موټرونو سره شپږ اويا تنه نيول شوي دي .