کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
په قندهار ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور بيرله مواد چې د ماينونو په جوړولوکې کارول کيږي؛ کشف شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد حسن دباختر آژانس خبريال ته وويل: د قندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې يو تونس موټر چې څلور بيرله هغه توکي پکې ځاى پرځاى شوي و چې د وسايطو ضد ماينونو په جوړولوکې کارول کيږي؛ هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ