نړۍ

څلور افغانان په ايران کې مړه شول .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه : څلور تنه افغانان چې دقاچاق وړونکو له خوا ايران ته ليږدول کيدل دترافيکي پيښې له امله مړه شول . په نيمروز کې سيمه ئيز مقامات وايي پنځلس تنه افغانان چې ديوګړندي موټر په واسطه له نيمروز څخه هغه هيواد ته په قاچاقي توګه ليږدول کيدل دزاهدان په ښار کې يې موټر دابو الفضل جومات ته نږدې له ٣٠٢ ډوله مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ. دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې څلور افغانان مړه شول خو نورو ته تاوان ونه رسيد . خبرځاى زياته کړه: دغه افغانان ايران ته دکار موندلو لپاره تلل ، دنيمروز دوالي مرستيال محمد قاسم ظفري وايي موضوع تر څيړنې لاندې ده چې مړي دنيمروز ولايت ته وليږدول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته