امنیت

څلورڅلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
امنيتي ځواکونو پرون د هيواد په څو ولايتونوکې د فعاليتونو په بهيرکې ٤٤ تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د غزني، قندهار، پکتيا، خوست، ارزګان، بدخشان، جوزجان، سرپل، لوګر او د کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ٤٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٨ تنه ټپيان او يو تن يې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د وسله والو مخالفينو له خوا د پکتيا، هلمند، قندهار او د پروان د ولايتونو په مربوطاتوکې ١١ ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته