څلورڅلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
امنيتي ځواکونو پرون د هيواد په څو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٤٤ تنه وسله وال طالبان ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د بدخشان، قندهار، زابل، ارزګان، هلمند او د ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٤٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧٢ تنه نورټپيان شول .
ددغو امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٦٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي او څلور ٤٣٠ کيلوګرامه نشه يي توکي او ٤٣ ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز ملي پوليسو د هرات، ارزګان او د پروان د ولايتونو په مربوطاتو کې ٧ ماينونه کشف او شنډ کړل.