امنیت

څلورڅلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٦
څلورڅلويښت تنه وسله وال طالبان پرون د هيواد په بېلابېلو سيموکې د افغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغو عملياتو کې چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د ننګرهار، سرپل، قندهار، ارزګان، ميدان وردګو، لوګر ، هرات او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٤٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٢٣ تنه يې ټپيان او ٥ تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول.
په دغو عملياتوکې دغه راز يوه اندازه سپکه او درنده وسله هم ترلاسه شوې ده.
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو ځواکونو د ننګرهار ، تخار، کندز، ميدان وردګو، لوګر او د پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې دخپلو امنيتي فعاليتونو په بهيرکې نهه ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته