کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
څلورڅلويښت تنه بنديان نن د فراه له جيل څخه آزاد شول .
د فراه د جيل مديرسمونمل علاوالدين د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بنديان د هيواد دجمهور رييس د فرامان له مخې د انقلاب د برياليتوب د دوه ويشتمې کاليزې په مناسبت له جيل څخه آزاد شول.
ده زياته کړه: دغه بنديان د موظف کميسيون له خوا د دوى د دوسيو له څيړنو وروسته له جيل څخه آزاد شول.
د فراه د جيل مدير وويل: همدا اوس اووه سوه تنه بنديان د فراه په جيل کې شپې سبا کوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ