امنیت

څلورو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د وري يوولسمه :
په فارياب ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې يو وسله وال طالب  ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول .
د فارياب ولايت امنيه قوماندان سمونوال سيد آقا اندرابي د باختر آژانس  خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د پښتون کوټ ولسوالۍ د هواک او باغک په کليوکې په امنيتي  پوستو يولړتحرکات ترسره کړل چې د ملي پوليسو او د وګړنيو ځواکونو له ځپنده ګوزارونو سره مخامخ شول .
اندرابي زياته کړه: د دغې نښتې له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور يې سخت ټپيان شول او د دوى يو شمېرکسان له دغو ساحو څخه وتښتيدل .
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په دې وروستيوکې د شمال په ټولو ولايتونوکې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي او درانده زيانونه يې زغملي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته