څلورویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
په قندهار کې ۲۴ وسله وال طالبان پرون د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠۵ اتل قول اردو يو خبرځاى باختر آژانس ته وویل چې افغان ځواکونو د قندهار د شاه ولي کوټ او خاکرېز ولسواليو په مربوطاتو کې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ عمليات ترسره کړل چې په بهير کې ٢۴ وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتو کې ۴ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى دوه پټنځي له وسلو سره يې له منځه يوړل شول.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته