خبرونهورزش

څلورمه پرله پسې بریا؛ د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر

د ټایلنډ هېواد په کوربه توب په بانکوک ښار کې د ویلچر باسکټبال آسیايي او اقیانوسیه سیالیو په لړ کې افغان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې څلورمه بریا هم خپله کړه.

د دغو سیالیو په ګروپي لوبو کې د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې نیوزیلنډ، عربستان او فلیپین ته له ماتې ورکولو وروسته نن په خپله وروستۍ ګروپي سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د ۵۱/۵۷ نمرو په توپیر ماتې ورکړه او په دې لړ کې یې خپله څلورمه پرله پسې بریا خپله کړه.

یادې سیالۍ د روانې جنوري میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل شوي او ټاکل شوې چې د همدغې میاشتې په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته